Summary: د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ښار په ۱۳مه ناحیه کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د هرات ښاروال مولوي حمدالله نعماني باختر اژانس ته ویلي، چې دغه کانال ۴۵۰ متره اوږدوالی لري او د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۲ میلیونه او ۳۹۲ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.نوموړی وایي، چې د دغه کانال په جوړېدو سره به په یاده سیمه کې د باراني اوبو د راټولېدو مخه ونیول شي او د سیمې اوسېدونکو ته به اسانتیاوې برابرې شي.بلخوا، د سیمې اوسېدونکي د یادې پروژې بشپړېدل د چاپېریال د پاکوالي او د اوبو د ښه مدیریت په برخه کې مهم ګام بولي.
اطلاعات کوتاه
مکانهرات
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-10-25 07:42:50
خط زمانی
-
Bakhtar
هرات کې د یوه کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې