Summary: د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یو نیم میلیون امریکايي ډالرو په پانګونې د درې زره ټنه مېوو او غوښو د ساتنې په وړتیا یوه سړه خونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادې سړې خونې مسوول جمشید کمال باختر اژانس ته ویلي، چې دغه سړه خونه پر څلور زره متره مربع ځمکه په شپږو میاشتو کې په معیاري ډول جوړ شوی او د اړتیا په صورت کې به یې د ساتنې ظرفیت نور هم لوړ شي. د نوموړي په وینا، په دغه سړه خونه کې د هر کیلو تازه مېوې د ساتنې میاشتنی لګښت د محصول د ډول او د ساتنې مودې له مخې له دوو تر لسو افغانیو ټاکل شوی دی. ورته مهال، بڼوال وايي، چې د سړو خونو د ظرفیت په زیاتېدو سره به وکولای شي خپل محصولات د اوږدې مودې لپاره وساتي او د کال په بېلابېلو فصلونو کې یې بازار ته وړاندې کړي. هغوی له مسوولینو غواړي، چې د سړوخونو د پراختیا او د کرنیزو محصولاتو د معیاري ساتنې لپاره د لا زیاتو پانګونو زمینه برابره کړي. ورته مهال د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار هم د کرنې د معیاري کولو، د اوبو د سپما او په کرنیزو چارو کې د عصري لارو او امکاناتو پر کارونې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د بزګرانو ملاتړ او د محصولاتو د ساتنې او ښه بازارموندنې لپاره د اسانتیاوو برابرول د اقتصادي ودې او دوامدار پرمختګ زمینه برابروي. په همدې حال کې، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه چارو آمر محمدیوسف امین وايي، چې د سړخونو زیاتوالی د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي ترڅنګ، د سوداګرۍ د پراختیا، صادراتو د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه هم برابروي. د یادونې وړ ده، چې هرات د هېواد له مهمو مېوه او سبزیجاتو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او هر کال په دغه ولایت کې د پام وړ باغي او کرنیز محصولات تولیدېږي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هرات کې د یو نیم میلیون ډالرو په لګښت یوه لویه سړه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
Sources
Afghan sources
هرات کې د یو نیم میلیون ډالرو په لګښت یوه لویه سړه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو