EnglishPoliticsافغانستانهرات

هرات کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي — Bakhtar

DevelopingPoliticsهرات1 SourcesUpdated: 2026-08-01 21:28:38🎙 Listen to radio

Summary: د هرات ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د زیرکوه ولسوالۍ په ښاراباد کلي کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست رئیس مولوي عبدالسلام مستوفي آغا باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه پروژه د ۵ میلیونه ۴۲۶ زره افغانیو په لګښت د هالنډ هېواد په مالي ملاتړ او د ورلډ ویژن مؤسسې له لوري پلې کېږي، چې موخه یې د سیمې اوسېدونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول او د کلیوالو د ژوند د شرایطو ښه کول دي.د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۱۴۱ نل لیکو نصب، د ۲۰ متره مکعب ظرفیت لرونکې د اوبو زېرمه، د ۵ زره او ۱۷۰ مترو په اوږدوالي د پایپ‌لاین غځول او د ۲۰ سولري تختو نصب شامل دي.هغه زیاته کړه، چې د دغې پروژې له بشپړېدو وروسته به ۲۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو له اسانتیاوو برخمنې شي او ترڅنګ به یې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

Quick facts

Locationهرات
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-01 21:28:38

Timeline

  1. Bakhtar

    هرات کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-01 11:33:37

هرات کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button