Healthافغانستاندریهرات

هرات کې سږ کال ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-27 11:25:12🎙 رادیو را بشنوید

هرات (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي چې دا د تېر کال په نسبت ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د هرات د کرنې ریاست د مالدارۍ چارو امر مولوي محمدعمر قاصد ویلي چې دغه اندازه شات د ولایت په کچه د شاتو مچیو له شاوخوا ۳۰ زره صندوقونو ترلاسه شوي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولایت کې د شاتو د تولید کچه ۱۷۰ ټنو ته رسېدلې وه. نوموړي ویلي، موجودې شمېرې ښيي چې سږ کال د تېر کال په پرتله د شاتو په تولید کې ۸۰ ټنه زیاتوالی راغلی دی. هغه زیاته کړې چې سږ کال د هرات له بازارونو شاوخوا ۶۰۰ ټنه تقلبي او بې‌کیفیته شات راټول شوي او له قانوني مراحلو وروسته به د مصرفوونکو د روغتیا د ساتنې او د کورنیو تولیدوونکو د ملاتړ په موخه له منځه یووړل شي. په همدې حال کې، هرات کې د مچیو یو شمېر پالونکي د شاتو د تولید زیاتوالي ته خوښ دي او د اسلامي امارت له مسوولینو یې غواړي چې پر بازارونو څارنه زیاته کړي او د تقلبي او بې‌کیفیته شاتو د پلور مخه ونیسي. د مچیو یوه فارم‌لرونکي جاوېد حقمل هم د تخصصي روزنیزو پروګرامونو د جوړولو، د تخنیکي خدمتونو وړاندې کولو او د…

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-27 11:25:12

خط زمانی

  1. Pajhwok

    هرات کې سږ کال ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-27 15:53:56

هرات کې سږ کال ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button