Newsافغانستاندریهرات

هرات کې نور کم عمره کسان د نقلیه وسایطو له چلولو منع دي — Bakhtar

در حال تکمیلNewsهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-31 12:52:08🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هرات د عبور او مرور شرطې مسوولینو په دغه ولایت کې د کم عمره کسانو د موټر چلولو د منع خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د ځینو موټرچلوونکو لخوا د ترافیکي اصولو او مقرراتو نه مراعاتول هرات کې د ترافیکي پېښو د زیاتېدو له مهمو عواملو څخه دي. د یاد مدیریت د دفتر امر مولوي شکیب سالارزي باختر اژانس ته ویلي، چې دغه اداره د ترافیکي پېښو د کمولو لپاره د کم عمره کسانو موټر چلول منع کړي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.د سالارزي په وینا، د یادې پرېکړې سربېره هغه موټر هم له ښار څخه ټولېږي چې دود یې زیات وي.نوموړي له موټرچلوونکو غوښتي، چې لومړی د موټر روزنیز درسونه تعقیب او له جواز اخیستلو وروسته موټر وچلوي.ورته مهال هرات مېشتو دغه اقدام ستایلی او د دې پروګرام د جدي پلي کېدو غوښتنه یې کړې ده.دا په داسې حال کې ده، چې په وار وار د ځینو موټرچلوونکو له خوا ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه او د قانوني عمر له پوره کولو مخکې د موټر چلول تل اندېښنې راپورته کړې دي.کارپوهان په دې باور دي، چې هېواد کې د دغه وضعیت دوام کولای شي د کورنیو لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه ولري.

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-31 12:52:08

خط زمانی

  1. Bakhtar

    هرات کې نور کم عمره کسان د نقلیه وسایطو له چلولو منع دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-31 10:37:56

هرات کې نور کم عمره کسان د نقلیه وسایطو له چلولو منع دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button