EnglishHealthافغانستانهرات

هرات کې څه باندې ۱۶۱ ټنه بېلابېل نشه‌ يي توکي وسوځول شول — Bakhtar

DevelopingHealthهرات1 SourcesUpdated: 2026-10-14 06:37:52🎙 Listen to radio

Summary: په هرات ولایت کې څه باندې ۱۶۱ ټنه بېلابېل نشه ‌يي توکي، چې په تېر یوه کال کې کشف او ضبط شوي وو وسوځول شول. د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند ډاکټر سید مسعود حسيني ویلي، چې په ټولیز ډول ۱۶۱ زره ۴۹۰ کیلوګرامه بېلابېل نشه‌ يي توکي د خواجه عبدالله انصاري دښتې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.د نوموړي په وینا، د نشه‌ يي توکو د سوځولو بهیر د اړوند پلاوي په حضور کې په شفاف ډول ترسره شوی، څو د دغو توکو د قاچاق او بیا کارونې مخه ونیول شي.امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه مقدار نشه ‌يي توکو له منځه وړل د نشه ‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې، د دې ناوړه پدیدې د پراختیا د مخنیوي او د ټولنې د روغتیا ساتنې په برخه کې د اړوندو ادارو د هڅو یوه برخه ده.د یادونې وړ ده، اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د نشه يي توکو پېر او پلور وکړي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.

Quick facts

Locationهرات
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-14 06:37:52

Timeline

  1. Bakhtar

    هرات کې څه باندې ۱۶۱ ټنه بېلابېل نشه‌ يي توکي وسوځول شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-14 05:33:35

هرات کې څه باندې ۱۶۱ ټنه بېلابېل نشه‌ يي توکي وسوځول شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button