EconomyKabulافغانستاندری

هرمز تنګي کې درېيو تېل‌وړونکو بېړيو پر ماینونو له ور برابرېدو وروسته اور… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-30 04:49:55🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ادعا کړې چې د هرمز تنګي په لوېدیځه برخه کې درېيو تېل‌وړونکو بېړيو له سمندري ماینونو سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی او یوه بله بېړۍ هم د دغه تنګي په ختیځه برخه کې پر ماین ور برابره شوې ده. الجزیرې نن (جمعه) د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو په حواله راپور ورکړی چې یادې بېړۍ د هرمز تنګي له یوې محدودې او د ایران له لوري د غیرمجازې بلل شوې لارې د تېرېدو پر مهال له ماینونو سره لګېدلې دي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د ایران دولتي رسنیو ویلي چې دغو درېيو تېل‌وړونکو بېړيو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرمز تنګي له لارې د وتلو پر مهال له ماینونو سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی دی. د راپور له مخې، د ایران سمندري ځواکونو ویلي چې یادو بېړیو خپل رادارونه او د موقعیت معلومولو سیستمونه بند کړي وو، خبرداریو ته یې پام نه و کړی او د تنګي له یوې محدودې لارې یې د تېرېدو هڅه کوله. د اسوشیټېډ پرېس په راپور کې راغلي چې د دغو بېړیو نومونه او بیرغونه نه دي په ډاګه شوي او د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه هم معلومات نه شته. بلخوا، د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي چې د عمان د خصب ښار شمال‌ختیځ ته…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-30 04:49:55

خط زمانی

  1. Pajhwok

    هرمز تنګي کې درېيو تېل‌وړونکو بېړيو پر ماینونو له ور برابرېدو وروسته اور اخیستی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-30 09:18:28

هرمز تنګي کې درېيو تېل‌وړونکو بېړيو پر ماینونو له ور برابرېدو وروسته اور اخیستی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button