Healthافغانستاندری

هغه واکسین چې ساتلو لپاره یخچال ته اړتیا نه لري – BBC News… — Bbc

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-06 22:23:43🎙 رادیو را بشنوید

برېتانوي ساینس‌پوهان وايي، د لومړي ځل لپاره یې پر انسانانو داسې واکسین په بریالي ډول ازمویلی، چې په یخچال کې ساتلو ته اړتیا نه لري. اوس‌مهال د نړۍ ډېری واکسینونه باید په یخچال کې وساتل یا کنګل شي. خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د نړۍ شاوخوا نیمايي واکسینونه د کنګلېدو یا ډېرې تودوخې له امله ضایع کېږي. په دې نوې ازموینه کې ۶۰ کسانو ګډون کړی و. څېړونکي وايي، د طب په برخه کې د دې نوي بریا له مخې یې د تیتانوس او ځینې نور واکسینونه په وچ پوډر اړولي، چې د یوه کال لپاره د خونې په عادي تودوخه کې خوندي یا ثابت پاته شوي دي. د دغو څېړونکو په خبره، وروسته یې دغه واکسینونه له اوبو سره ګډ کړي او ګډونوالو ته یې تزریق کړي، چې اغېز یې د دودیز واکسین په څېر و. ساینس‌پوهان وايي، واکسینونه د جوړېدو له وخته بیا تر ورکولو پورې باید په ټاکلې تودوخه کې وساتل شي، چې دې بهیر ته "سوړ ځنځیر" وايي. دوی زیاتوي، له تولیده تر تزریق پورې د واکسین خوندي ساتل ستونزمن کار دی، په ځانګړې ډول په بېوزلو او لیرې پرتو سیمو او هغو هېوادونو کې چې جګړې پکې روانې وي، ځکه هلته یخچالونه ډېر کم او برېښنا هم تل باوري نه وي. په برېتانیا کې افغان ډاکتر باز محمد شېرزاد بي‌بي‌سي ته وویل د افغانستان…

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-06 22:23:43

خط زمانی

  1. Bbc

    هغه واکسین چې ساتلو لپاره یخچال ته اړتیا نه لري – BBC News پښتو

منابع

External sources

BbcPS
2026-08-06 13:50:05

هغه واکسین چې ساتلو لپاره یخچال ته اړتیا نه لري – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button