هلمند؛ د اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې — Bakhtar
Summary: د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار او کجکي ولسوالۍ کې، د اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او کجکي ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د اوبو رسولو څلورو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. ويل شوي چې په يادو شبکو کې د څلورو څاګانو کیندل، د ۱۰۰،۴۰ او ۱۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو څلورو ذخیرو جوړول، د ۱۳ زره ۲۸۳ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول او د ۱۴۳ سولر تختو او ۳۴۰ شیردانونو نښلول شامل دي. هېره دې نه وي چې د یادو پروژو د تطبيق په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې ۷۶۱ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
هلمند؛ د اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې