HealthKabulافغانستانپښتو

هلمند کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي معیارونو نه رعایتولو… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-16 08:58:29🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي اصولو نه رعايتولو له امله تړل شوې دي. دغه وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د هلمند د عامې روغتیا ریاست د څارنې ډلې په لښکرګاه ښار کې د مالګې له شپږو کارخونو څارنه کړې او د دې ارزونې په پایله کې د ټولو کارخونو فعالیت درول شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، د دغو کارخونو مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې د مالګې د تولید او پروسس په بهیر کې اړین اصلاحات راولي. سرچینې زیاته کړې، دغه کارخونې به تر هغه وخته د بیا فعالیت اجازه ونه لري، څو یې لابراتواري ازموینې ترسره او د روغتیايي معیارونو د مراعاتولو ډاډ ترلاسه نه شي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-16 08:58:29

مهالوېش

  1. Pajhwok

    هلمند کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي معیارونو نه رعایتولو له امله تړل شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-16 13:27:57

هلمند کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي معیارونو نه رعایتولو له امله تړل شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button