Englishافغانستانامنیتکندهار

هلمند کې د څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د یوه سړک… — Bakhtar

DevelopingSecurityکندهار1 SourcesUpdated: 2026-07-08 12:30:00🎙 Listen to radio

Summary: د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې د کندهار ـ هرات پر لویې لارې د ٨ کیلومتره سړک د رغولو چارې د یو میلیارد ۵۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې، دغه پروژه د ټولګټو چارو وزارت له ځانګړې پراختیايي بودجې څخه تمویلېږي او د هلمند د ټولګټو چارو ریاست له لوري پلې کېږي.د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ګرشک ولسوالۍ معاون شرافت وویل چې اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بیارغونې او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د پروژو پلي کولو ته ژمن دی او د دې سترې پروژې پیل د همدې ژمنتیا څرګندونه کوي.ورته مهال د ګرشک ښاروال مفتي قدرت الله وصال وویل چې د پخوا په پرتله اوس په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي. هغه زیاته کړه، چې دغه سړک یوازې د ګرشک ولسوالۍ لپاره نه، بلکې د ټول هېواد لپاره ستر اهمیت لري.همدارنګ د هلمند د ټولګټو چارو ریاست د ساختماني برخې مسوول انجینر ګل احمد ویاړ باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې په دې پروژه کې د اته کیلومتره سړک ترڅنګ د دوو لویو پلونو او ۲۰ پلچکونو جوړول هم شامل دي.د نوموړي په وینا، یو پل به د اب پاشک پر مانده او بل به د ګرشک پر عمومي بغرا کانال کې جوړ شي.هغه زیاته کړې، ټاکل شوې ده د پروژې چارې په نږدې دوو کلونو کې بشپړې شي، او په بشپړېدو سره به یې د ترافیکي پېښو کچه راټیټه، د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د موټر چلوونکو ستونزې تر ډېره هوارې شي.

Quick facts

Locationکندهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-08 12:30:00

Timeline

  1. Bakhtar

    هلمند کې د څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-08 11:30:02

هلمند کې د څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button