Summary: د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په لومړۍ، دویمه او درېیمه ناحیه کې د څه باندې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سړکونو د قیر او داغګیرۍ دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي. د لښکرګاه ښاروال حافظ مولاداد صدیق باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه پروژې د ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیایي بودجې برخه ده او په کې د ۲۸ زره متره مربع سړکونو قیر او د ۱۰ زره متره مربع سړکونو داغګیري شامله ده.د هلمند مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود له قراردادي شرکتونو وغوښتل، چې یادې پروژې په ټاکلي وخت او د تخنیکي معیارونو سره سم بشپړې کړي.د مسوولینو په وینا، د دغو پروژو ټولیز لګښت ۳۳ میلیونه ۴۷۸ زره ۲۷۵ افغانیو ته رسېږي.د یادونې وړ ده، چې د لښکرګاه ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال په پراختیایي بودجه کې ۱۶ بېلابېلې پروژې شاملې دي، چې د روان کال تر پایه به پلې شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هلمند کې د څه باندې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه رغنیزو پروژو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
هلمند کې د څه باندې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه رغنیزو پروژو چارې پیل شوې