Healthافغانستاندریهلمند

هلمند کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthهلمند1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-01 17:23:44🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ په پایوک کلي کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د هلمند د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول باختر اژانس ته ویلي چې دغه شبکه د یاد ریاست تر څارنې لاندې او د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه ۲۳۱ زره ۸۵۵ افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، په یاده شبکه کې د ۳۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو په ظرفیت د یوې کانکرېټي زېرمتون جوړول، د یوې څاه کیندل، د ۴۵۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو پایپونو غځول، د ۹۹ نل لیکو نصبول او د لمریزو تختو لګول شامل دي. هغه زیاته کړې، چې د دغې شبکې د جوړولو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او د پروژې په بشپړېدو سره د سیمې ۱۴۲ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی. د یادونې وړ ده، چې د پاکو اوبو برابرول د خلکو د روغتیا او ورځني ژوند له مهمو اړتیاوو څخه دي او په همدې موخه په لرې پرتو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو د شبکو د جوړولو لړۍ روانه ده.

اطلاعات کوتاه

مکانهلمند
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-01 17:23:44

خط زمانی

  1. Bakhtar

    هلمند کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-01 16:36:10

هلمند کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button