هلمند کې د څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ستر… — Bakhtar
Summary: د هلمند ولایت د موسیقلعه ولسوالۍ بازار ته څېرمه د څه باندې ٩١ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ستر پل د جوړولو چارې پیل شوې. په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کلیو د ودانیزو چارو معین محمد ارسلاح خروټي وویل، چې یاد پل ۲۶۰ متره اوږدوالی لري او ټولې رغنیزې چارې به یې د انجنیرۍ له منل شویو معیارونو سره سم او د لوړ کیفیت لرونکو ساختماني موادو په کارولو ترسره شي. هغه وویل، چې د یاد پل په جوړېدو سره به د ځایي اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې، د سفر وخت به لنډ، سوداګریز او ټولنیز فعالیتونه به پیاوړي او د سېلابونو پر مهال به د خلکو تګ راتګ خوندي شي. د نوموړي په وینا، یاده پروژه د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د ۹۱ میلیونه ۲۴۲ زره ۵۶۸ افغانیو په لګښت پلې کېږي او ټاکل شوې ده، چې د ۲۴ میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د اذان ناوې په سیمه کې د هلمند پر سیند د ۲۸۰ متره په اوږدوالي د یوه بل پل د جوړولو چارې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
هلمند کې د څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ستر پل د جوړولو چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
هلمند کې د څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ستر پل د جوړولو چارې پیل شوې