Healthافغانستانپښتوهلمند

هلمند کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکې د… — Bakhtar

روان خبرHealthهلمند1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-11 18:27:06🎙 راډیو واورئ

Summary: د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. د هلمند د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست باختراژانس ته ویلي، چې دغه پروژه د یاد ریاست تر څارنې لاندې، د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ او د افغانستان پرمختیايي ملي ادارې په تخنیکي همکارۍ پلې کېږي. سرچینې زیاته کړې، چې د پروژې په چوکاټ کې د څلورو څاه‌ګانو کیندل، د اوبو د زېرمې جوړول، د ۳۶ زره ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپونو غځول، د ۶۴ لمریزو تختو لګول او د ۶۵۰ نلکو نښلول شامل دي. د مسوولینو په وینا، د دغې شبکې د جوړولو پر مهال به لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژې په بشپړېدو سره به د نوزاد ولسوالۍ د مرکزي سیمې او نږدې شپږو کلیو شاوخوا ۱۳۵۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

لنډ معلومات

ځایهلمند
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-11 18:27:06

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هلمند کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-11 17:02:43

هلمند کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button