Summary: د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ سیمه کې د ۷ میلیونه ۷۸۹ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. سرچینې باختر اژانس ته ویلي، چې د هلمند د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې او د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د جوړې شوې دغې شبکې په جوړښت کې د ۴۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو په ظرفیت د کانکرېټي اوبو یوې زېرمې جوړول، د ۱۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۷۱۸۰ مترو په اوږدوالي د اوبو پایپونو غځول، د ۲۰۸ نل لیکو او د ۶۰۰ واټه ۹ لمریزو تختو لګول شامل دي. د مسوولینو په وینا، د دغې شبکې د جوړولو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او د پروژې په بشپړېدو سره د سیمې ۳۱۹ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی. د یادونې وړ ده، چې د پاکو اوبو برابرول د خلکو د روغتیا او ورځني ژوند له مهمو اړتیاوو څخه دي او په همدې موخه په لرې پرتو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو د شبکو د جوړولو لړۍ روانه ده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هلمند کې ۳۱۹ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
Sources
Afghan sources
هلمند کې ۳۱۹ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې