خوست ښار (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان برېښنا شرکت اجرايوي رییس په خوست کې د ۳۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو برېښنايي پروژو د چارو د پیل په مراسمو کې وویل، روان کال د برېښنايي پروژو د پراختیا لپاره ۱۵ میلیارد افغانۍ په پام کې نیول شوې دي؛ د کورنیو چارو وزیر بیا بهر مېشتي افغان سوداګر په هېواد کې پانګونې او افغانان پر یو بل باور او ګډ کار ته راوبلل. د افغانستان برېښنا شرکت اجرايوي رییس عبدالحق همکار وویل، برېښنا شرکت روان کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو د پراختیا لپاره ۱۵ میلیارد افغانۍ په پام کې نیولې دي او د وارداتي برېښنا بیلونه به هم پر وخت ورکوي. هغه وویل، دوی په ورته وخت کې د خصوصي پانګونې د جذب او د انرژي له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې هم جدي هڅې پیل کړې دي، څو پر وارداتي برېښنا اتکا راکمه شي. ده زیاته کړه: «زموږ اوږدمهاله موخه دا ده چې د کورنيو توليداتو او پياوړې ملي شبکې له لارې افغانستان د انرژۍ بسياينې لور ته ورسوو. د هېواد د پراخو طبيعي زېرمو او کانونو څخه د صنعت، پانګونې، کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره اغېرمنه ګټه واخلو او په راتلونکي کې د اضافي برېښنا د صادراتو له لارې د سيمې د انرژی په سوداګرۍ کې مهم…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
همکار: سږ کال د برېښنا پروژو پراختیا ته ۱۵ میلیارد افغانۍ په پام کې نیول شوې
سرچینې
Afghan sources
همکار: سږ کال د برېښنا پروژو پراختیا ته ۱۵ میلیارد افغانۍ په پام کې نیول شوې