هندي پولیس: د وسلو، نشه یي توکو او قاچاق په تور مو د… — AF International
د ترکیې د ادرنه ښار پولیس وایي چې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۴۰ بېاسناده کډوال نیولي دي. پولیسو زیاته کړې چې په نیول شویو ناقانونه کډوالو کې افغان وګړي هم شامل دي. د پنجاب ایالت د پولیسو مشر، ګوراو یاداو، ویلي چې د عملیاتو پر مهال ۱۰ ناقانونه وسلې، نږدې پنځه کیلوګرامه هیروین، شاوخوا درې میلیونه هندي روپۍ چې د حوالې له فعالیتونو سره تړاو لري، او یوه موټرسایکل ضبط شوي دي. د پولیسو په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دې شبکې غړي له هند څخه بهر له خپلو همغږوونکو سره په اړیکه کې وو او خپل فعالیتونه یې د ټولنیزو شبکو له لارې تنظیمول. د پولیسو د معلوماتو له مخې، له دې شبکې څخه یوه ۹ مليمتري «اوزي» فرعي ماشینټوپک، یو بل فرعي ماشینټوپک، څلور «ګلاک» تومانچې، یوه «زیګانا سپورټ» تومانچه او څو نورې نیمهاتومات تومانچې هم ترلاسه شوې دي. د امرتسر د پولیسو کمېشنر، ګورپریت سېنګ بهولار، ویلي چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ لومړی څو کسان د ۲۲۰ ګرامه هیروین سره یوځای ونیول. د هغه په وینا،…
Sources
- AF International — 2026-06-26 19:56:57
هندي پولیس: د وسلو، نشه یي توکو او قاچاق په تور مو د یوه افغان په ګډون اووه تنه نیولي
Original link