افغانستانامنیتدریغور

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

در حال تکمیلSecurityغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-18 20:08:43🎙 رادیو را بشنوید

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوناما غوښتي، چې د افغانستان په اړه خپل راپورونه د عیني واقعیتونو له په پام کې نیولو سره بې‌پرې خپاره کړي او د هېواد اقتصادي او امنیتي لاسته‌راوړنې دې له پامه نه‌غورځوي. نوموړي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې له‌خوا د اړمنو وګړو د ملاتړ د ځانګړې اوونۍ پر مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي. ملا برادر ویلي: « دا عادلانه نه ده، چې په راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته‌راوړنې له پامه وغورځول شي او یوناما دښمن ته ورته یوازې د منفي اړخونو په لټه کې وي.» د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو وچکالیو، موسمي سېلابونو، زلزلو او زرګونو کورنیو د جبري راستنېدا له کبله ګڼ هېوادوال له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ شوي دي او د دغو ستونزو اواري ته جدي پاملرنه اړینه ده. نوموړي له شتمنو کسانو، سوداګرو، پانګه‌والو، خیریه بنسټونو او نړیوالو بشري مرستندویه ادارو غوښتي، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره عملي مرسته او همکاري وکړي. دغه راز د چارو ادارې لوی رییس نورالحق انور هم د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي، چې د افغانانو له ځورولو، ځپلو او اقتصادي محرومولو لاس واخلي. نوموړي د ګاونډیتوب اړیکو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ګاونډي حق پر ګاونډي دا…

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-18 20:08:43

خط زمانی

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منابع

Afghan sources

AriananewsPS
2026-10-18 09:31:17

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button