هند د افغانانو له پاره خپل تحصيلي بورسونه بيرته پیل کړي دي خو دا ځل د تیر برخلاف دا يوازې د انلاين زده کړو بورسونه دي. د هند د حکومت دې ادارې ويلي دي چې متقاضيان کولی شي سر له چهارشنبې ورځ، يعني د جولای میاشتې له ۱۵مې نیټې څخه د جولای تر ۲۴مې نيټې پورې د ليسانس او ماسترۍ کچې زده کړو له پاره خپلې غوښتنې مشخصو شویو پوهنتونو ته وړاندې کړي. اړونده موضوع: هند افغانانو ته د ویزې د ورکړې پیلول تائيد کړل د هند د فرهنګي اړيکو شورا روښانه کړې ده چې د دې خپرونې په چوکاټ کې يوازې د پوهنتون لګښت ورکول کیږي او له زده کوونکو سره نوره د تحصيلي لګښت مرسته نه کیږي. د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت په دوره کې هند د افغانانو له پاره د تحصيلي بورسونو له سترو پروګرامونو څخه یې يوه پر لاره اچولې وو. اړونده موضوع: طالبان: يوه ډله افغانان تر پوځي زده کړو وروسته بيرته هيواد ته راستانه شوي په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په هند کې د افغان زده کوونکو حضوري تحصيلي بورسونه متوقف شول او وروسته د انلاين تحصيلاتو له پاره بورسونه پر لاره واچول شول. دا بورسونه په ځانګړي توګه د نجونو له پاره چې د طالبانو له لوري پوهنتونونو ته له تللو منع دي، ښايي يو فرصت…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Dw
هند افغانانو ته زر انلاين تحصيلي بورسونه ورکوي