افغانستانامنیتدری

افغان ووشو کاران په اسیايي سیالیو کې له دوه مډالونو ګټلو وروسته هېواد… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-03 00:04:15🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي شهزاده صافی او محمد خالد هوتک د چین په کوربه‌توب د ووشو شانګهای سازمان په اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو او برنزو مډالونو له ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول. د طالبانو د المپیک رییس احمدالله وثیق د جولای دویمه (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ورزشي خبریالان د ورزش د ډګر رښتیني استازي بللي دي. وثیق په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، چې ورزشي خبریالان د ورزشکارانو هڅې، لاسته راوړنې او بریاوې انعکاسوي او د ده په وینا، د دوی فعالیتونه د ورزشي سیالیو د پوښښ ترڅنګ د ورزش د فرهنګ په پیاوړتیا، د ځوانانو په هڅونه، د سالم رقابت په وده او د ملي یووالي په ټینګښت کې مهم رول لري. هغه زیاته کړې: «ورزش د ملتونو ترمنځ د یووالي، تفاهم، دوستۍ او مثبت تعامل اغېزناکه وسیله ده او ورزشي رسنۍ د دې ارزښتونو په خپرولو او پیاوړتیا کې ځانګړی ځای لري». وثیق ویلي، د ورزش اداره له ټولو ورزشي رسنیو او خبریالانو سره د متقابل درناوي او همکارۍ پر اصل باور لري او د هغوی هڅې د ورزش د ودې او د ملي ورزشي ارزښتونو د ترویج لپاره ستایي. خو د دې ورځې په مناسبت، یو شمېر ورزشي خبریالان بیا وايي، سره له دې چې د ورزشي سیالیو په پوښښ او معرفي کې مهم رول لري،…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-03 00:04:15

خط زمانی

  1. AF International

    افغان ووشو کاران په اسیايي سیالیو کې له دوه مډالونو ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-02 19:23:33

افغان ووشو کاران په اسیايي سیالیو کې له دوه مډالونو ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button