ورته مهال د قربانیانو یو شمېر پاتې کسان وایي چې لا هم د خپلو لادرکه شویو ژوندیو او مړیو په لټون پسې دي او بيړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري. بلخوا له طبیعي پېښو سره د طالبانو د مبارزې اداره وایي چې په نورستان کې د تلفاتو شمېر په دوامداره توګه د زیاتېدو په حال کې دی. په نورستان کې له راغلیو خونړیو سېلابونو د دوو ورځو په تېرېدو سره لا هم د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او یو شمېر کسان تر خاورو او خټو لاندې ایسار دي. د سیمې یو زیانمن شوی اوسېدونکی ولیمحمد چې پر مالي زیان سربېره یې خپل ماشوم له لاسه ورکړی او خپله هم سخت ټپي شوی، وایي چې سېلاب د هغوی ټوله دارايي له ځان سره وړې ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په خپلو څرګندونو کې وویل: «زیاتېدونکي سېلابونه، د لارو ویجاړېدل او د ځمکنۍ لارې ستونزې د دې لامل شوي چې د مرستو رسولو لړۍ له جدي خنډونو سره مخ شي.» هغه زیاته کړه چې تر ۴۰ زیات کسان مړه، لسګونه ټپیان او ډېر نور نادرکه دي او د دوی ناورین ته د رسېدو او لټون هڅې لا هم روانې دي. د نورستان په مرکز پارون کې سېلابونو گڼې کورنۍ د ویر پر ټغر کېنولي دي. له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
ملګري ملتونه: نورستان کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر له ۴۰ واوښت | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
ملګري ملتونه: نورستان کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر له ۴۰ واوښت | آمو ټلویزیون