د جاپاني ډاکټر او مرستندوی تېتسو ناکامورا چې په افغانستان کې د «کاکا مراد» په نوم پېژندل کېده، د ژوند او فعالیتونو په اړه یو مستند فلم د جاپان په کوماموتو ښار کې نندارې ته وړاندې شو. د دغه پروګرام موخه په افغانستان او پاکستان کې د ناکامورا د فعالیتونو په اړه د خلکو د پوهاوي زیاتوالی وو. دغه مستند فلم د شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) نندارې ته وړاندې شو.د جاپان «اېناېچکې» ټلوېزیون د راپور له مخې، د ډاکټرانو یوې ډلې او نورو جوړوونکو د دغه مراسمو په جوړولو کې ونډه اخیسته وه. ناکامورا تر وژل کېدو پورې ۳۵کاله په افغانستان او پاکستان کې د جګړو او ناروغیو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د مرستې او خدمتونو په برابرولو بوخت و.دغه ۹۰ دقیقې مستند کنجي یاتسو جوړ کړی دی. په فلم کې هغه انځورونه کارول شوي، چې د ناکامورا د ۲۱ کلنو فعالیتونو پرمهال ثبت شوي وو. دغه راز په فلم کې داسې ناچاپ شوي انځورونه او نوې ویډیوګانې هم شاملې دي، چې د هغه د فعالیتونو له ساحې اخیستل شوې دي.ناکامورا په افغانستان کې د «کاکا مراد» په نوم پېژندل کېده. هغه د ناروغانو د درملنې ترڅنګ، د څښاک اوبو برابرولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره هم کار کاوه. د څاګانو کېندل او د اوبو لګولو کانالونو جوړول یې د مهمو فعالیتونو برخه وه.نوموړي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
په جاپان کې د کاکا مراد د ژوند په اړه مستند فلم نندارې ته وړاندې شو
سرچینې
Afghan sources
په جاپان کې د کاکا مراد د ژوند په اړه مستند فلم نندارې ته وړاندې شو