Summary: د کورنیو چارو له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د نشه يي توکو د تولید او قاچاق په تړاو د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو ادعاوو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې اړوند نړۍوال بنسټونه دې د نشه يي توکو د تولید، پېر، پلور او قاچاق د اصلي سرچینو د معلومولو لپاره بې طرفه او هر اړخیزې څېړنې وکړي. سرچینې په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر له قوله لیکلي:«د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د معين په توګه زه د پاکستان پوځي رژیم وروستۍ ادعاوې بې بنسټه بولم او څرګندوم چې د پاکستان پوځي رژيم د خپلو ناکامو سیاستونو په دوام په دې وروستیو کې د نشه يي توکو تولید قاچاق پیر او پلور ته پراختیا ورکړې ده.»د هغه په خبره د ترلاسه شویو معلوماتو له مخي په ځانګړي ډول د خيبر پښتونخوا په اورکزیو، خیبر او کورمه سیمو او د بلوچستان په ګلستان، قلعه سيف الله، لورلايي، دوکۍ او د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په نورو نږدې سیمو کې د بنګو او تریاکو کښت او تولید ته په پراخه کچه و ده ورکړل شوې ده. د یادو معلوماتو پر بنسټ د پاکستان اوسنی حکومت له کروندګرو څخه خپله ټاكلې فيصدي ترلاسه کوي او بزګران د حکومتي چارواکو په اجازه او ملاتړ د دغو توکو په کښت او تولید بوخت دي. سرچینې زیاته کړې، چې همدارنګه د پیرباد او تاخان په نومونو دوه کسان چې د پاکستان تابعیت لري او د هنګو د پل سیمې د سپین پل اوسېدونکي دي په نړۍواله کچه د نشه يي توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن دي او د دوی د استوګنې ځایونه او اړوند معلومات سیمه ییزو چارواکو ته معلوم دي.په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې یاد کسان له پاکستان څخه کینیا، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته د نشه يي توکو په لېږد کې لاس لري.د کورنیو چارو زوارت ادعا کړې، چې یاد کسان له کوچنیو قاچاقبرو څخه نشه يي توکي راټولوي په لویو زېرمتونونو کې یې ساتي او وروسته یې نړۍوالو بازارونو ته لېږدوي. په خبرپاڼه کې د ښاغلي منیر له قوله ویل شوي:«زموږ دریځ دا دی، چې د فرضي کرښې په اوږدو کې د دغو فعالیتونو پراختیا د پاکستان پوځي رژیم د هغو هڅو یوه برخه ده، چې غواړي د نشه يي توکو د تولید او قاچاق پړه د افغانستان پر اسلامی امارت واچوي او په نړۍواله کچه یی بدنام کړي د پاکستان اوسنی نظام له سختو امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او هڅه کوي، چې د خپلو کورنیو ناکامیو د پټولو لپاره پر افغانستان بېلابېل تورونه ولګوي کله د افغانستان اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي او کله يې د نشه يي توکو په تولید او قاچاق کې په لاس لرلو متهموي.»نوموړي زیاته کړې:« په دې وروستيو کې د امريکا او پاکستان له لوري دا ادعا هم وشوه، چې د دواړو هېوادونو د ګډو عملياتو په پایله کې امریکا ته له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده زه غوښتنه کوم، چې د یادی ادعا په اړه دې بې طرفه او هر اړخیزه څېړنه ترسره شي، څو څرګنده شي، چې یاد نشه يي توکي په حقيقت کې له افغانستان څخه لېږدول کېدل او که له پاکستان څخه د افغانستان اسلامی امارت كشفي او امنیتي ارګانونه د نشه يي توکو د تولید او قاچاق اړوند فعالیتونه په جدي توګه څاري او د خپلو کشفي هڅو په پایله کې له پاکستان څخه افغانستان ته د راوړل کېدونکو نشه يي توکو محمولی وخت په وخت کشف او ضبطوي؛ زه له نړیوالي ټولنې او اړوندو نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوم چی د نشه يي توکو د تولید پیر پلور او قاچاق د اصلي سرچینو د معلومولو لپاره دی خپلواکی، بې طرفه او هر اړخیزې څېړنی ترسره کړي.»هغه ډاډ ورکړی:« موږ چمتو یو چې د دغو څېړنو او سروی ګانو لپاره په پوره اخلاص او صداقت لازمې اسانتیاوې برابرې کړو له پاکستان څخه هم غوښتنه کوم، چې په ورته ډول له نړۍوالو څېړونکو سره صادقانه همکاري وکړي او د څېړنو لپاره لازم شرایط برابر کړي.»په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې له دغو څېړنو وروسته به نړۍوالې ټولنې ته روښانه شي، چې د نشه يي توکو د تولید پیر پلور او قاچاق اصلي مرکزونه چېرته دي او د فرضي کرښې په اوږدو کې نشه يي توکي له کوم لوري بل لوري ته لېږدول کېږي په پای کې زه ټینګار کوم، چې یوازې ادعاوې د حقیقت د ثابتولو قضاوت او پرېکړې لپاره کافي نه دي بلکې هره ادعا باید د کره اسنادو شواهد و او بې طرفه څېړنو پر بنسټ وڅېړل شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د کورنیو چارو وزارت: نړۍوال بنسټونه دې د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د اصلي سرچینو د معلومولو لپاره بې طرفه څېړنې وکړي
سرچینې
Afghan sources
د کورنیو چارو وزارت: نړۍوال بنسټونه دې د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د اصلي سرچینو د معلومولو لپاره بې طرفه څېړنې وکړي