د فیفا د نړیوال جام اصلي ټرافي چې د یکشنبې په ورځ به په نیو جرسي کې پورته شي، د لندن د ونډو بازار د شننې له مخې شاوخوا ۷۱۳ زره امریکايي ډالر ارزښت لري. په دې جام کې ۴.۹۳ کیلوګرامه ۱۸ قیراطه سره زر کارول شوي او د نړۍ تر ټولو ارزښتناک ورزشي جام بلل کېږي. د فوټبال د نړیوالو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته د اتلې لوبډلې لوبغاړي اصلي جام پورته کوي، خو ډېری خلک فکر کوي چې ګټونکې لوبډله دا جام د تل لپاره له ځان سره وړي. واقعیت دا دی چې اتله لوبډله یوازې د اتلولۍ د مراسمو پر مهال اصلي جام پورته کوي. له مراسمو وروسته فیفا جام بېرته اخلي او د سویس د زوریخ ښار د فیفا د فوټبال موزیم ته یې لېږدوي. له ۱۹۷۴ کال راهیسې د نړیوال جام اصلي ټرافي د فیفا ملکیت دی. فیفا د اصلي جام پر ځای اتلې لوبډلې ته د برونزو یوه ټرافي ورکوي چې د سرو زرو پوښ لري او د اصلي جام په څېر ښکاري. لوبغاړو، روزونکو او د لوبډلې رسمي غړو ته د سرو زرو مډالونه ورکول کېږي او فیفا نغدي جایزې هم ورکوي. فیفا د څو مهمو دلیلونو له امله اصلي جام هېڅکله د تل لپاره ګټونکې هېواد ته نه سپاري. لومړی دلیل، د جام لوړ مالي ارزښت دی. دا جام له خالص…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
ولې فیفا د نړیوال جام اصلي ټرافي له اتلې لوبډلې بېرته اخلي؟ – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
ولې فیفا د نړیوال جام اصلي ټرافي له اتلې لوبډلې بېرته اخلي؟ – BBC News پښتو