کندهار (پژواک)- د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات د تېر کال په نسبت کم شوي؛ بلخوا د اوبو کمښت، د انارو د بیو ټیټوالي او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي نشتوالي بڼوال له زیان سره مخ کړي دي. د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک ته وویل، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر نږدې ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونه شته او اټکل کېږي چې سږ کال به شاوخوا ۲۲۰ زره ټنه انار ترې راټول شي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې د انارو حاصلات ۲۷۵ زره ټنه اټکل شوي وو. هغه زیاته کړه، وچکالۍ د کندهار د انارو پر بڼونو منفي اغېز کړی، خو په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د زیان کچه توپیر لري. د ارغستان ولسوالۍ بڼوال تر نورو ډېر زیانمن شوي او ځینو یې د اوبو د کمښت له امله خپل بڼونه له منځه وړي دي. د نوموړي په خبره: «سږ کال د انارو باغونه ۳۰ سلنه زیانمن شوي چې ډېر زیان په ارغستان کې رسېدلی، خو د ارغنداب او ځینو نورو ولسوالیو د انارو حاصلات نسبتاً ښه دي او وچکالۍ دومره اغېز نه دی پرې کړی.» د ارغنداب ولسوالۍ یو بڼوال میرزامحمد وايي، پخوا د اوبو ستونزه دومره جدي نه وه، خو اوس…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
وچکالۍ او د بازار نشتوالي د کندهار د انارو بڼوال له زیان سره مخ کړي
سرچینې
Afghan sources
وچکالۍ او د بازار نشتوالي د کندهار د انارو بڼوال له زیان سره مخ کړي