DevelopmentEnglishافغانستانغور

ویسټ انډیز پاکستان ته په لومړۍ ټسټ لوبه کې د ۹۰ منډو په… — Bakhtar

DevelopingDevelopmentغور1 SourcesUpdated: 2026-07-29 09:07:25🎙 Listen to radio

Summary: د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې د پاکستان پر وړاندې د دوه ټسټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۲۱۱ منډو له هدف څخه په بریالۍ توګه دفاع وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۹۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه. پاکستان د ۲۱۱ منډو هدف د ترلاسه کولو لپاره د لوبې وروستۍ پاڼۍ پیل کړه، خو د ویسټ انډیز د توپ‌ اچوونکو د غوره لوبې پر وړاندې ونه توانېد چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او د ۱۲۰ منډو په جوړولو سره یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.د ویسټ انډیز د بریا په ترلاسه کولو کې جسټین ګریفس مهم رول ولوباوه. نوموړي په لومړۍ پاڼۍ کې پنځه او په دویمه پاڼۍ کې دوه ویکټې واخیستې، سربېره پر دې یې د توپوهنې پر مهال ۲۰ منډې هم جوړې کړې، چې د همدې هر اړخیزې لوبې له امله د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.له دې بریا سره ویسټ انډیز د پاکستان پر وړاندې د دوه ټسټ سیالیو په لوبلړۍ کې ۱-۰ مخکښ شو او د لوبلړۍ د خپلولو چانسونه یې لا زیات کړل.

Quick facts

Locationغور
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-07-29 09:07:25

Timeline

  1. Bakhtar

    ویسټ انډیز پاکستان ته په لومړۍ ټسټ لوبه کې د ۹۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-29 07:15:59

ویسټ انډیز پاکستان ته په لومړۍ ټسټ لوبه کې د ۹۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button