DevelopmentKabulافغانستانپښتو

ویټنام کې د یوې کښتۍ چپه کېدو پېښه؛ ۱۵ هندي سیلانیان مړه شوي — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-12 04:47:10🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ویټنام په سوېل کې د «فو کوک» ټاپو ته څېرمه د یوې کښتۍ چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ هندي سیلانیان مړه او ۲۱ نور ژغورل شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون (شنبه) رامنځته شوې ده. په راپور کې د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله راغلي چې په دې کښتۍ کې ۳۲ هندي سیلانیان او څلور د عملې غړي سپاره وو چې د «فو کوک» ټاپو ته څېرمه چپه شوې ده. چارواکو ویلي چې ټول ټپیان له ژغورنې وروسته روغتون ته لېږدول شوي، خو د پېښې کره لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی. ځايي رسنیو راپور ورکړی چې دغه کښتۍ د شنبې ورځې له غرمې وروسته د «هون مای روت نګوای» له سیلانیز ټاپو خوځېدلې وه او د «ان توی» نړۍوال بندر پر لور د بېرته ستنېدو پر مهال له ساحل څخه شاوخوا ۴۰۰ متره لرې له پېښې سره مخ شوه. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ هندي سیلانیان مړه او ۲۱ نور ژغورل شوي دي. په هانوی کې د هند سفارت په یوه اعلامیې کې ویلي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او د قربانیانو له کورنیو سره د همغږۍ لپاره په هانوی او هوشي‌مین ښار کې ځانګړې د رسېدنې خونې جوړې شوې دي….

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-12 04:47:10

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ویټنام کې د یوې کښتۍ چپه کېدو پېښه؛ ۱۵ هندي سیلانیان مړه شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-12 09:15:46

ویټنام کې د یوې کښتۍ چپه کېدو پېښه؛ ۱۵ هندي سیلانیان مړه شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button