DiplomacyEnglishKabulافغانستان

ټایوان کې د سخت توپان له امله یو کس مړ او سلګونه نور… — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-24 04:43:12🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – په ټایوان کې د «چامپي» په نوم د سخت توپان له امله یو کس مړ، ۵۲۷ نور ټپیان شوي او له ۲۸۸ زره د ډېرو کورونو برېښنا پرې شوې ده. رویټرز نن (شنبه، د اکټوبر ۲۴مه) راپور ورکړی چې چامپي توپان له سختو بادونو او ورښتونو سره د ټایوان ځینې سیمې ځپلې چې له امله یې ونې چپه شوې، د برېښنا تاسیسات زیانمن شوي او الوتنې له خنډ سره مخ شوې دي. د راپور له مخې، په ځینو ساحلي سیمو کې د باد سرعت په ساعت کې ۲۲۷ کیلومترو ته رسېدلی چې له امله یې د کورونو چتونه ویجاړ شوي او د برېښنا د لېږد مزي پرې شوي دي. د ټایوان برېښنا شرکت ویلي چې له ۲۸۸ زره د ډېرو کورونو برېښنا پرې شوې وه، خو د ډېری هغو برېښنا بېرته وصل شوې ده. په همدې حال کې، د ټایوان د ټرانسپورټ وزارت د ۲۵۹ الوتنو لغوه کېدو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ نږدې زر الوتنې لغوه شوې وې. د یاد هېواد د هواپېژندنې ادارې ویلي، چامپي توپان، چې مخکې د «ستر توپان» کچې ته رسېدلی و، اوس د کمزورې کېدو په حال کې دی او د شمال پر لور حرکت کوي. د وړاندوینو له مخې، دغه توپان به د چین د ساحلونو په اوږدو کې خپل حرکت ته دوام ورکړي…

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-10-24 04:43:12

Timeline

  1. Pajhwok

    ټایوان کې د سخت توپان له امله یو کس مړ او سلګونه نور ټپیان شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-24 09:12:47

ټایوان کې د سخت توپان له امله یو کس مړ او سلګونه نور ټپیان شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button