EconomyEnglishKabulافغانستان

ټرمپ د زېلېنسکي د بدلولو غوښتنه وکړه؛ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر:… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-11 15:27:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اوکراین دې د ولادیمیر زېلېنسکي پر ځای داسې نوی مشر وټاکي چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو هوکړه وکړای شي؛ اوکرایني چارواکي وایي، د هېواد د مشرتابه د ټاکلو حق یوازې د اوکراین د خلکو دی. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې ټرمپ پرون شنبه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، د ده په اند د اوکراین لپاره د نوي ولسمشر وخت رارسېدلی دی. هغه ادعا وکړه چې زېلېنسکي له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره مخکې هم د هوکړې فرصتونه لرل، خو استفاده یې ترې نه ده کړې. ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې زېلېنسکي د امریکا او روسیې ترمنځ د ډیزلو پر نوې هوکړه نیوکه وکړه. زېلېنسکي ویلي وو چې له دې لارې د روسیې اضافي عواید د جګړې د تمویل لپاره کارېدلی شي. د راپور له مخې، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په غبرګون کې ویلي، زېلېنسکي د اوکراین د خلکو ملاتړ لري او د دغه هېواد د مشرتابه د ټاکلو حق د اوکراینیانو دی. بلخوا، د جرمني د «بیلډ» ورځپاڼې خبریال او مرستیال مدیر پاول رونڅهایمر له کی‌یف څخه راپور ورکړی چې د ټرمپ څرګندونو د زېلېنسکي نږدې سلاکاران حیران کړي او اندېښنې یې زیاتې کړې دي. د جرمني «اېن‌ټي‌وي» د رونڅهایمر له…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-11 15:27:02

Timeline

  1. Pajhwok

    ټرمپ د زېلېنسکي د بدلولو غوښتنه وکړه؛ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر: مشر خلک ټاکي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-11 19:51:13

ټرمپ د زېلېنسکي د بدلولو غوښتنه وکړه؛ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر: مشر خلک ټاکي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button