EnglishKabulافغانستانامنیت

ټرمپ د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د مکې تړون هرکلی کړی — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-17 07:25:18🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د «مکې دفاعي تړون» پر لاسلیک کېدو خوښي څرګنده کړې ده. د راپورونو له مخې، سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د روان کال د زمري په ۱۶مه یو درې اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې پر یوه هېواد هر ډول وسله‌وال برید پر درېیو واړو هېوادونو برید بلل کېږي. دغه تړون په مکه ښار کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف لاسلیک کړی و. په همدې حال کې، ټرمپ تېره شپه (یکشنبه) په «ټروت سوشیال» کې په یوه پیغام کې ویلي: «ډېر خوښ یم چې ګورم سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان په پای کې په دې وروستیو کې د مکې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ.» هغه ټینګار کړی چې دغه تړون د منځني ختیځ هېوادونو د نږدې کېدو او د خپل ځان د لا اغېزناکې دفاع لپاره د هغوی د وړتیا زیاتېدو ښکارندويي کوي. هغه زیاته کړې چې دا «یو لوی، زړور او مهم لومړی ګام» دی.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-17 07:25:18

Timeline

  1. Pajhwok

    ټرمپ د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د مکې تړون هرکلی کړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-17 11:52:28

ټرمپ د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د مکې تړون هرکلی کړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button