Kabulافغانستانامنیتدری

ټرمپ: له اسرائیلو سره د اړیکو له عادي کولو پرته له سعودي عربستان… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-25 06:07:16🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ ملکي اټومي تړون به تر هغه عملي نه شي، څو سعودي عربستان د «ابراهیم تړونونو» په چوکاټ کې له اسرائیلو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي. رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ پرون (جمعه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «د دغه کار د ترسره کولو لپاره، هغوی باید د ابراهیم تړونونو غړي وي.» هغه زیاته کړې: «تر هغه چې سعودي عربستان له اسرائیلو سره د ابراهیم تړون په چوکاټ کې د اړیکو له عادي کولو سره موافقه ونه کړي، له سعودي عربستان سره به ملکي اټومي تړون عملي نه شي.» سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ابراهیم تړونونه د اسرائیلو او یو شمېر عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په موخه د تړونونو ټولګه ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په منځګړیتوب لاسلیک شول. متحده عربي امارات او بحرین لومړني عربي هېوادونه وو چې له دغو تړونونو سره یوځای شول او وروسته سوډان او مراکش هم له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو بهیر پیل کړ. د دغو تړونونو موخه د لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، امنیتي او ټکنالوجیکو همکاریو پراختیا بلل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د انرژۍ وزارت تېره اونۍ چهارشنبه ویلي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-25 06:07:16

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ټرمپ: له اسرائیلو سره د اړیکو له عادي کولو پرته له سعودي عربستان سره اټومي تړون نه عملي کېږي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-25 10:37:10

ټرمپ: له اسرائیلو سره د اړیکو له عادي کولو پرته له سعودي عربستان سره اټومي تړون نه عملي کېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button