کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي او د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې لیدنې «ډېرې ښې او مثبتې» وې. رویټرز راپور ورکړی چې دواړو مشرانو د سې شنبې په ورځ واشنګټن ته سفر کړی و، څو د جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام په یادغونډه کې ګډون وکړي. ګراهام چې د اوکراین او اسرائیلو له مخکښو ملاتړو و، د روانې میاشتې په لومړیو کې مړ شو. ټرمپ په ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې په جلا جلا پیغامونو کې لیکلي چې له دواړو مشرانو سره یې په لیدنو کې د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي، خو جزئیات یې نه دي ورکړي. هغه له نتانیاهو سره د خپلې لیدنې په اړه لیکلي: «ډېره ښه لیدنه مو درلوده او د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.» په راپور کې راغلي چې نتانیاهو هم دغه لیدنه «عالي» بللې ده. د راپور له مخې، زیلېنسکي له ټرمپ سره تر لیدنې وروسته ویلي چې دواړو لورو په اوکراین کې د «پاټریوټ» هوايي دفاعي سیسټم لپاره د مخنیوي توغندیو د تولید او همدارنګه له روسیې سره د سولې د خبرو اترو د بیا پیل په اړه خبرې کړې دي. په راپور کې راغلي چې ټرمپ هم د دې لیدنې په اړه لیکلي: «ډېرې موضوعګانې مطرح شوې او غونډه ډېره ښه پر…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ټرمپ: له زیلېنسکي او نتانیاهو سره مې لیدنې مثبتې وې
Sources
Afghan sources
ټرمپ: له زیلېنسکي او نتانیاهو سره مې لیدنې مثبتې وې