کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل کمېټې پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې له مخې یې د سږ کال د نوبل د سولې جایزه بل کس ته ورکړه او ویلي یې دي چې دې پرېکړې د ناروې پر لمنه تور داغ پرېښود. د سږ کال د نوبل د سولې جایزه د نړۍوالې جزايي محکمې پخوانۍ قاضۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې پخوانۍ مشرې ناوي پیلای ته ورکړل شوه. پیلای د ملګرو ملتونو د هغه راپور پر چمتو کولو څارنه کړې وه چې پکې ویل شوي وو، اسرائیل په غزه کې نسلوژنه کړې ده. ټرمپ د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي: «دا د ناروې هېواد او هغو کسانو پر لمنو نه پاکېدونکی داغ دی چې داسې د شرم او خجالت وړ پرېکړه یې کړې ده.» هغه یو شمېر شخړو ته هم اشاره کړې او ادعا یې کړې چې د هغو په حل کې یې رول درلود او د شمالي او جنوبي کوریاوو، جاپان او شمالي کوریا او چین او ټایوان ترمنځ یې د جګړو مخه نیولې ده؛ خو د خپلو دغو ادعاوو لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي. د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د نوبل د سولې جایزې د هغو کسانو له امله خپل اعتبار له لاسه ورکړی چې ده «د ډیموکراسۍ مخالف افراطي ایډیالوګان او د تمدن دښمنان»…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ټرمپ: ماته د نوبل د سولې جایزې نه راکول د ناروې پر لمنه نه پاکېدونکې داغ دی
Sources
Afghan sources
ټرمپ: ماته د نوبل د سولې جایزې نه راکول د ناروې پر لمنه نه پاکېدونکې داغ دی