EnglishHealthKabulافغانستان

په سویلي افریقا کې ډزې؛ ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-27 07:27:32🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سویلي افریقا د ګاوتینګ ایالت په یوه میخانه کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي؛ پولیس د دې پېښې د اتو شکمنو کسانو په لټه کې دي. الجزیرې نن (یکشنبه) راپور ورکړی چې دغه ډزې د جوهانسبورګ سوېل لوېدیځ ته د ویدیلا په ښارګوټي کې شوې دي. د سویلي افریقا د پولیسو په وینا، روغتیايي کارکوونکو د پېښې په ځای کې د ۱۷ کسانو وژل کېدل تایید کړې او د برید انګېزه تر اوسه نه ده روښانه شوې. پولیس وايي، د دې پېښې په تړاو د اتو شکمنو کسانو په لټه کې دي. د دوی په وینا، دغه کسان په اې‌کې-۴۷ کلاشینکوفونو او تومانجو سمبال وو. په راپور کې راغلي چې په دې ډزو کې ۱۵ نور کسان ټپیان شوي دي. د سویلي افریقا پولیسو تر اوسه د بریدګرو د هویت او د برید د انګېزې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-27 07:27:32

Timeline

  1. Pajhwok

    په سویلي افریقا کې ډزې؛ ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-27 11:56:05

په سویلي افریقا کې ډزې؛ ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button