کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سویلي افریقا د ګاوتینګ ایالت په یوه میخانه کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي؛ پولیس د دې پېښې د اتو شکمنو کسانو په لټه کې دي. الجزیرې نن (یکشنبه) راپور ورکړی چې دغه ډزې د جوهانسبورګ سوېل لوېدیځ ته د ویدیلا په ښارګوټي کې شوې دي. د سویلي افریقا د پولیسو په وینا، روغتیايي کارکوونکو د پېښې په ځای کې د ۱۷ کسانو وژل کېدل تایید کړې او د برید انګېزه تر اوسه نه ده روښانه شوې. پولیس وايي، د دې پېښې په تړاو د اتو شکمنو کسانو په لټه کې دي. د دوی په وینا، دغه کسان په اېکې-۴۷ کلاشینکوفونو او تومانجو سمبال وو. په راپور کې راغلي چې په دې ډزو کې ۱۵ نور کسان ټپیان شوي دي. د سویلي افریقا پولیسو تر اوسه د بریدګرو د هویت او د برید د انګېزې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
په سویلي افریقا کې ډزې؛ ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي