EnglishKabulافغانستانامنیت

ټرمپ ډېوېډ کمپ تر ټاکلي وخت مخکې پرېښود؛ امریکا د منځني ختیځ په… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-20 05:13:20🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کمپ ډېوېډ ته خپل د اونۍ سفر یوه ورځ له ټاکلي وخت مخکې پای ته رسولی؛ هم‌مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې امریکايي وګړو ته تازه امنیتي خبرداری ورکړی دی. فرانس‌پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ د شنبې په ماښام د مریلینډ ایالت په ډېوېډ کمپ کې د ولسمشرۍ له استوګنځي څخه واشنګټن ته ستون شو، په داسې حال کې چې د مخکیني مهالوېش له مخې ټاکل شوې وه هغه د یکشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته ستون شي. همدارنګه تر اوسه نه ده روښانه چې واشنګټن ته د ټرمپ له ټاکلي وخت مخکې ستنېدل د منځني ختیځ له وروستیو تحولاتو سره تړاو لري که نه. دا په داسې حال کې ده چې د راپور له مخې، د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د سعودي په مشرۍ ایتلاف ویلي چې د شنبې په ورځ یې د حوثیانو له خوا د ریاض پر لور توغول شوی یو بالستیک توغندی شنډ کړی دی. حوثیانو هم ویلي چې په توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې یې په سعودي عربستان کې ځینې هدفونه په نښه کړي دي. فرانس‌پرس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په سیمه کې د دغه هېواد یو شمېر سفارتونو امریکايي وګړو ته تازه امنیتي خبرداري…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-20 05:13:20

Timeline

  1. Pajhwok

    ټرمپ ډېوېډ کمپ تر ټاکلي وخت مخکې پرېښود؛ امریکا د منځني ختیځ په اړه خبرداری ورکړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-20 09:42:24

ټرمپ ډېوېډ کمپ تر ټاکلي وخت مخکې پرېښود؛ امریکا د منځني ختیځ په اړه خبرداری ورکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button