Kabulافغانستانامنیتدری

ټرمپ: که تر نوي کال پورې هوکړه ونه شي، پر ایران به بیا… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-22 18:44:32🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که له ایران سره د نوي میلادي کال تر پیله هوکړه ونه شي، ښايي د دغه هېواد پر ضد نوي پوځي بریدونه وکړي. د فاکس‌نیوز د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې له ایران سره غیرمستقیمو خبرو اترو تر اوسه کومه څرګنده پایله نه ده لرلې او ایراني چارواکي یوازې خبرې کوي. هغه د ایران مذاکره کوونکي «مسلکي نڅاګر» بللي او ویلي یې دي: «ایرانیان هر وخت خبرې کوي؛ ټول کار یې خبرې کول دي.» ټرمپ دغه راز ویلي چې هیله لري ایراني تېل‌وړونکې بېړۍ د امریکا له خوا د لګول شوې سمندري محاصرې د ازمېښت هڅه وکړي. هغه خبرداری ورکړی: «ټولې بېړۍ به د ایران د سمندري ځواک په څېر د سمندر تل ته ولاړې شي.» د امریکا ولسمشر داسې مهال د ایران پر ضد د نوو بریدونو ګواښ کړی چې د منځګړو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ راکمولو هڅې هم روانې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-22 18:44:32

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ټرمپ: که تر نوي کال پورې هوکړه ونه شي، پر ایران به بیا بریدونه وکړو

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-22 23:12:12

ټرمپ: که تر نوي کال پورې هوکړه ونه شي، پر ایران به بیا بریدونه وکړو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button