Englishافغانستانامنیتغور

ټي‌ټي‌پي په بونېر کې د يوه پوليس افسر د وژلو او په سوات… — AF International

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-07-13 00:51:10🎙 Listen to radio

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د خيبرپښتونخوا په بونېر ولسوالۍ کې د يوه پوليس افسر د وژلو مسووليت منلی او ادعا یې کړې چې په سوات کې یې د پاکستان امنیتي ځواکونو یوه ډرون څرخکه راغورځولې ده. د خیبر پښتونخوا په سوېلي وزیرستان ولسوالۍ کې پولیسو د ډرون څرخکې په برید کې د یوه ځايي ښوونځي د ښوونکي پر وژل کېدو رسمي بښنه غوښتې او یاد کور ته یې په ننواتې جرګه ور لیږلې ده. ځايي خلک وايي چې د شنبې په ورځ د سوېلي وزیرستان په لدها تحصیل کې د پولیسو د ډرون څرخکې په برید کې د یوه عام وګړي کور په نښه شوی و چې په پایله کې یې د ځايي ښوونځي ښوونکی محمد نواز خان ووژل شو او دوه ماشومان یې ټپیان شول. په وزیرستان کې یوه ځايي خبریال افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د یکشنبې په ورځ د ځايي پولیسو ایس‌ایچ‌او، تحصیلدار او قبایلي مشرانو د قبایلي دود او دستور له مخې د مقتول کور ته د ننواتې په توګه ورغلل او له ځان سره یې څلور وزې هم وړې وې. د ځايي خبریالانو په وینا، د مقتول د کورنۍ مشرانو، د پولیسو او ولسوالۍ د ادارې ننواتې قبوله کړې ده. په سویلي او شمالي وزیرستان کې له دې وړاندې هم خلکو پر امنیتي ادارو نیوکې کړې دي، چې په ډرون بریدونو کې…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-13 00:51:10

Timeline

  1. AF International

    ټي‌ټي‌پي په بونېر کې د يوه پوليس افسر د وژلو او په سوات کې د ډرون څرخکې راغورځولو ادعا کړې

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-12 20:55:50

ټي‌ټي‌پي په بونېر کې د يوه پوليس افسر د وژلو او په سوات کې د ډرون څرخکې راغورځولو ادعا کړې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button