Englishافغانستانامنیت

پاکستاني اړخ پر تورخم یوه افغان مور او پلار او د هغوی ناروغ… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-09-18 19:51:51🎙 Listen to radio

د پاکستان سرحدي ځواکونو د دغه هېواد د بشري حقونو سازمان په غوښتنه په تورخم کې یوه افغان مور او پلار او د هغوی ناروغ ماشوم ته د درملنې لپاره له ویزې پرته پاکستان ته د اوښتو ځانګړې اجازه ورکړې ده. د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) له پاکستان څخه د افغانانو پر «جبري ستنولو» د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې اسلام‌اباد باید له خطر سره د مخامخ افغانانو د پېژندنې لپاره یو روښانه او د لاسرسي وړ بهیر رامنځته کړي. دوی خبرداری ورکړ، چې له داسې یوه میکانیزم پرته، زیانمنونکي کسان ښايي د نیول کېدو، بندي کېدو یا اخراج له وېرې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره له مراجعې ډډه وکړي. کارپوهانو همدا راز د افغان محصلینو د اېستنې په تړاو د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده. د دوی په وینا، دا پرېکړه لږ تر لږه ۱۰۰ افغان محصلین چې له ۲۰ تر ۴۰ پورې یې نجونې دي اغېزمنوي. دوی وویل، چې د افغان نجونو محصلینو لپاره دا ګام د ډاکټرانو او د غاښونو د ډاکټرانو په توګه د دوی د جوړېدو د هیلو د له منځه وړلو په معنا کېدای شي، ځکه طالبانو په افغانستان کې د ښځو لوړې زده کړې او طبي زده کړې منع کړې دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو ته د وړاندې شویو…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-18 19:51:51

Timeline

  1. AF International

    پاکستاني اړخ پر تورخم یوه افغان مور او پلار او د هغوی ناروغ ماشوم ته د اوښتلو اجازه ورکړه

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-18 17:44:56

پاکستاني اړخ پر تورخم یوه افغان مور او پلار او د هغوی ناروغ ماشوم ته د اوښتلو اجازه ورکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button