EconomyKabulافغانستاندری

مودي: بریکس د هېچا پر ضد نه دی — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-13 03:17:18🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د هند لومړي وزیر په نوي ډیلي کې د بریکس د مشرانو د نننۍ غونډې د خبرو په پیل کې ویلي چې دغه ډله «د هېچا پر ضد نه ده» او ټینګار یې کړی چې «نړیوال جنوب» باید د نړیوال نظام د قواعدو په جوړولو کې رول ولري. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې د بریکس د مشرانو د شنبې ورځې خبرې د نریندرا مودي په وینا پیل شوې. د راپور له مخې، هغه هڅه وکړه هغه اندېښنې کمې کړي چې ګواکې بریکس د لوېدیځ په مشرۍ ائتلافونو د مقابلې لپاره جوړ شوی دی. هغه زیاته کړې چې بریکس کولی شي مخ پر ودې اقتصادونو او پرمختیايي هېوادونو ته په نړیوالو چارو کې د لا ډېر رول زمینه برابره کړي. مودي ویلي: «بریکس د هېچا پر ضد نه دی.» د هند د لومړي وزیر په وینا، بریکس داسې پړاو ته رسېدلی چې «نړیوال جنوب» باید په نړیوال نظام کې یوازې د قواعدو پیرو نه وي، بلکې د قواعدو په جوړولو کې هم رول ولري. «نړیوال جنوب» هغه اصطلاح ده چې عموماً په اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې د پرمختیايي هېوادونو لپاره کارول کېږي. د هند لومړي وزیر همداراز ویلي: «اوس د دې وخت دی چې په بریکس کې خپل یووالی او اجماع په عملي پایلو بدله کړو.» د اسوشیټېډ پرېس د څرګندونو له مخې، نوي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-13 03:17:18

خط زمانی

  1. Pajhwok

    مودي: بریکس د هېچا پر ضد نه دی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-12 16:29:06

مودي: بریکس د هېچا پر ضد نه دی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button