د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جولای ۳۱مه) د ملګرو ملتونو هغه وروستی راپور «بېبنسټه» وباله چې پکې ویل شوي وو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر او د جون ترمنځ د افغانستان دننه د پاکستان د پولې هاخوا پوځي عملیاتو له امله نږدې ۵۰۰ ملکي کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي. د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري په یوه تلویزیوني خبري غونډه کې وویل چې پاکستان په دغه موده کې یوازې د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه او زیربناوې په نښه کړې دي او په بریدونو کې وژل شوي کسان وسلهوال وو. هغه وویل چې دغه عملیات د پاکستان د خلکو د ژوند د خوندي کولو لپاره د ځاندفاع په چوکاټ کې ترسره شوي دي. احمد شریف چودري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي يوناما او د بخښنې نړیوال سازمان وروستي راپورونه هم تر پوښتنې لاندې راوستل او ویې ویل چې دا راپورونه تر ډېره د افغانانو پر څرګندونو ولاړ دي، حال دا چې د هغه په وینا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بیان ازادي محدوده ده. «دا ډول بریدونه په کافي اندازه نه دي ثبت شوي» هغه افغانستان کې د طالبانو حکومت هم تورن کړ چې هغو وسلهوالو ته پناه ورکوي چې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي او ویې ویل چې د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
پاکستان افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د م.م. راپور رد کړ