د پاکستان لومړي وزير هند او افغانستان له وسله والو ډلو څخه په ملاتړ تورن کړل. خو د طالبانو ویاند دا ادعا رد کړې ده. د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت مرکز کویټې ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې وسله والې ډلې له افغانستان څخه خيبر پښتونخوا ته داخليږي. اړونده موضوع: په پاکستان کې تاوتريخوالی: په تیرو څو ورځو کې په لسونو کسان وژل شوي شريف، وويل: «هیڅ شک نشته چې زموږ ختیځ ګاوندي په دې تاوتريخوالي کې مهم نقش لوبوي. هغوی له دې ترهګرو او له هغوی سره د تړلو سازمانونو څخه له هرې ممکنې لارې مالي او نظامي ملاتړ کوي.» نوموړي همدا راز وویل چې وسله وال له افغانستان څخه خيبر پښتونخوا ته داخليږي او بريدونه ترسره کوي. اړونده موضوع: امریکا: پاکستان د تروريستي بريدونو د دفاع حق لري شريف، زياته کړه چې «بهرني نقش لوبوونکي» هم له دې وسله والو څخه په ملاتړ کې دخيل دي خو د دغو نقش لوبوونکو نوم یې ياد نه کړ. د پاکستان لومړي وزير ټینګار وکړ چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونه به د وروستي ترهګر تر ختمولو پورې خپلو عملياتو ته ادامه ورکړي او ټولې سرچينې به د پايدارې سولې او ثبات د بيرته پرځای کولو او د ترهګرۍ د جرړو د له منځه وړلو له پاره په کار کړي….
Quick facts
Timeline
-
Dw
پاکستان بيا افغانستان له وسله والو څخه په ملاتړ تورن کړ
Sources
External sources
پاکستان بيا افغانستان له وسله والو څخه په ملاتړ تورن کړ