د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح ا… مجاهد وايي چې کابل هڅه کوي له پاکستان سره تاوتریخوالی حل کړي او د شخړې د زیاتولو په تکل کښې نه دي. د طالبانو ویاند، اسلام آباد د شخړې په جوړولو تورن کړ. د تیر کال په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې اړیکې فلج شوې دي. د طالبانو ویاند وايي چې دا پاکستان دی چې پولې یې تړلي او سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې سوداګري وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتولو هڅه کوي.
Quick facts
LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-03 03:30:57
Timeline
-
Parstoday
پاکستان ته د طالبانو د شخړې ختمولو پیغام