EconomyKabulافغانستانپښتو

پاکستان د ایران د جګړې تر منځګړیتوب وروسته له امریکا لس میلیارده ډالره… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-22 14:18:27🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵):پاکستان د ایران د جګړې اړوند خبرو کې تر منځګړیتوب وروسته له امریکا غوښتي چې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا او د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت د ملاتړ لپاره د لسو میلیارده ډالرو مالي اسانتیا برابره کړي. اسلام‌اباد دغه غوښتنه د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ته وړاندې کړې ده. په راپور کې راغلي چې د پاکستان د غوښتنې له مخې، دواړه هېوادونه به د اسعارو د تبادلې د نرخ د ثبات لپاره د لسو میلیارده ډالرو په ارزښت دوه‌اړخیز پروګرام رامنځته کړي چې د بېرته ورکړې موده به یې تر پنځو کلونو پورې وي. سرچینې ویلي، که واشنګټن دغه غوښتنه ومني، یاده مالي اسانتیا به د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې کړي، د روپۍ پر ارزښت به فشار راکم او پر څو اړخیزو مالي بنسټونو به د دغه هېواد تکیه کمه کړي. رویټرز لیکلي چې د امریکا د خزانې وزارت د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي او د پاکستان د مالیې وزارت هم د دغې خبري اژانس پوښتنو ته ځواب نه په راپور کې دا هم راغلي چې د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د سې‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د خزانې له وزیر سره کتلي دي. د پاکستان د مالیې وزارت ویلي چې نوموړي په دې کتنه کې د سیمې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-22 14:18:27

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پاکستان د ایران د جګړې تر منځګړیتوب وروسته له امریکا لس میلیارده ډالره وغوښتل

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-22 18:46:15

پاکستان د ایران د جګړې تر منځګړیتوب وروسته له امریکا لس میلیارده ډالره وغوښتل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button