پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه ادعا رد کړې چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په بدخشان ولایت کې د طالبانو ضد وسلهوالو ډلو ملاتړ کړی دی. د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو فدرالي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد دا ''بې بنسټه تور'' په کلکه ردوي چې پاکستاني ځواکونو په بدخشان کې له وسلهوالو مخالفو ډلو سره مرسته کړې یا یې په عملیاتو کې ورسره ګډون کړی. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړې چې د طالبانو ویاند د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره هېڅ د باور وړ شواهد نه دي وړاندې کړي.
Quick facts
Locationبدخشان
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-27 12:44:22
Timeline
-
Bbc
پاکستان: د بدخشان په ناامنیو کې زموږ پوځیان لاس نه لري
Sources
External sources
BbcPS
2026-08-27 09:13:44
پاکستان: د بدخشان په ناامنیو کې زموږ پوځیان لاس نه لري