EnglishKabulافغانستانامنیت

پاکستان سر له ننه د بې‌اعتباره ویزو لرونکو افغانانو د نیولو لړۍ پیلوي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-10 07:07:19🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ويلي چې سر له نن څخه په دغه هېواد کې ټول هغه افغانان نیول کېږي چې معتبر اسناد نه‌لري او د هغوی د ایستلو بهیر به هم چټک شي. د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه لارښوونه کې سیمه‌ییزو ادارو او امنیتي ارګانونو ته امر کړی چې د جولای له ۱۰مې څخه ټول هغه افغان وګړي ونیسي چې په پاکستان کې له معتبرې ویزې پرته اوسېږي او د هغوی د ایستلو بهیر چټک کړي. د «ډان» د راپور له مخې، دغه لارښوونه د ایالتونو لوړپوړو چارواکو، د ګلګت ـ بلتستان، ازاد کشمیر او د پلازمېنې اسلام‌اباد ادارو ته لېږل شوې او دا د «غیرقانوني بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو طرحې» (IFRP) د بیاکتنې له هغې غونډې وروسته صادره شوې چې د جون په لومړۍ نېټه جوړه شوې وه. په دې لارښوونه کې راغلي چې ټولې ایالتي ادارې او اړوند بنسټونه مکلف دي د هغو افغان وګړو د نیولو او ایستلو بهیر، چې د ویزو اعتبار یې پای ته رسېدلی، په جدي او دوامداره توګه عملي او د هغوی د بېرته ستنولو بهیر چټک کړي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۱مې به سیمه‌ییز چارواکي هم هره ورځ د معتبرې ویزې نه‌لرونکو افغانانو د شمېر، د هغوی…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-10 07:07:19

Timeline

  1. Pajhwok

    پاکستان سر له ننه د بې‌اعتباره ویزو لرونکو افغانانو د نیولو لړۍ پیلوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-10 10:57:06

پاکستان سر له ننه د بې‌اعتباره ویزو لرونکو افغانانو د نیولو لړۍ پیلوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button