د پاکستان پوځ په یوه بیانيه کي وژل سوي وسله وال «فتنه الخوارج» په نوم یاد کړي؛ هغه اصطلاح چي د پاکستان چارواکي یې د پاکستاني طالبانو له پاره کاروي. پوځ ادعا کړې چي د وسله والو ملاتړ هند کاوه. تر اوسه پورې، نه کابل او نه هم نوي ډیلي په دې اړه کومه تبصره کړې ده. پاکستان په پرلپسې توګه پر افغانستان او هند تور لګوي چي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي. خو دواړه هيوادونه دغه تور ردوي. په وروستيو مياشتو کي په پاکستان کي د وسله والو تاوتریخوالی زیات سوی دی، چي د یوې لويي برخي مسئوليت یې پر تحریک طالبان پاکستان اچول کيږي. دا ډله له افغان طالبانو څخه جلا فعاليت په کوي، خو د هغوی نږدې متحده ګڼل کیږي. پاکستان وايي چي په ۲۰۲۱ کال کي په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهیسې، د «تحریک طالبان پاکستان» ځينو مشرانو او وسله وال هلته پناه اخیستې ده. خو کابل دغه ادعا ردوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي، وویل چي د افغانستان په چارو کي د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ، اسلام اباد ته سفر کړی او هلته یې له خپل پاکستاني سیال محمد صادق سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ کمولو په موخه ليدلي او خبري کړي دي. اندرابي وویل…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
پاکستان: له افغانستان سره په سرحد کي ۱۵ وسله وال وژل سوي