د پاکستان طبي شورا او د غاښونو طب ادارې ویلي، هغه کسان چې افغانستان کې د طب پوهنځي او یا د غاښونو روغتیا په څانګو کې زده کړې کوي په "ملي ازموینه" کې د ګډون جوګه نه دي. دا خبرتیا چې د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۳۱مه خپره شوې په کې ټینګار شوی چې د افغانستان د طبي زده کړو بنسټونه د دغه هېواد د بهرنیو فارغو زده کوونکو د ارزونې کمېسون له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي. د دغه څه پر بنسټ هغو کسانو ته به د روغتیا په څانګو کې د کار جواز هم نه ورکول کېږي چې افغانستان کې یې زده کړې کړې وي. خبرتیا کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې هېڅ ډول استثنا او ځانګړې لار دې برخه کې نشته او دا چې د معافیت کوم شرایط نه لري. دا پرېکړه د هغو ټولو محصلانو لپاره ده چې دا مهال د افغانستان په پوهنتونونو کې زده کړې کوې او یا خو یې د راتلونکي لپاره هلته د زده کړو تکل کړی وي. دغه شورا د خپلې خبرتیا خپرولو موخه د زده کوونکو عامه پوهاوی بللی او دا چې "راتلونکي کې هغوی د کار او زده کړو په برخه کې له کومو ننګونو سره مخ نه شي." د هغوی په اړه روښانه یادونه نه ده شوې چې په تېر کې یې افغانستان کې زده…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
پاکستان: له افغان پوهنتونونو فارغان به د طب 'ملي ازموینه' کې د ګډون حق ونه لري – BBC News پښتو
منابع
External sources
پاکستان: له افغان پوهنتونونو فارغان به د طب 'ملي ازموینه' کې د ګډون حق ونه لري – BBC News پښتو