پاکستان د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۲۴مه) د افغانستان له طالبانو وغوښتل چې د هغو وسله والو پر ضد د تایید وړ اقدامات وکړي چې د اسلاماباد په وینا د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. پاکستان دغه راز د کابل هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې اسلاماباد د خپلو کورنیو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه جلا اعلامیه کې هغه تورونه هم رد کړل چې وایي پاکستان افغانان وسلوالوي څو د طالبانو پر ضد وجنګېږي او یا یې د پاکستان ضد یاغیانو پر ضد د جګړې لپاره ګوماري. د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوه ورځ مخکې د دغو دواړو ادعاوو یادونه کړې وه. دغه لفظي شخړه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د دواړو لورو ترمنځ د وسله والو فعالیتونو، پرلهپسې سرحدي نښتو او د افغانستان دننه د پاکستاني هوايي بریدونو له امله تاوتریخوالی زیات شوی دی. زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ په ایکس کې لیکلي وو چې داسې راپورونه شته چې پاکستان افغانان د طالبانو پر ضد جګړې ته وسلې ورکوي او همداراز د پاکستان ضد وسله والو پر ضد یې ګوماري. هغه د خپلو ادعاوو لپاره کوم شواهد وړاندې نه کړل او د راپورونو سرچینې یې هم ونه ښودلې. تېره میاشت افغانستان ویلي وو چې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
پاکستان پر افغانستان د وسله والو ډلو پر ضد د اقدام غږ کړی